د افغانستان ا.ا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل په مشرۍ د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو د سرپرست وزیرانو او د طبي شورا رئیس ترمنځ ناسته وشوه.
د افغانستان طبي شورا د بورډ غونډه د افغانستان طبي شورا د رئیس ډاکټر ګل محمد «عثمان» په مشرۍ نن د طبي شورا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
د افغانستان طبي شورا رئيس د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.
په دغه کتنه کې د افغانستان طبي شورا رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" د طبي شورا د کړنو ترڅنګ د فساد پر وړاندې مبارزې، ښې حکومتولۍ او د طبي شورا او لوړ زده کړو وزارت په مشترکاتو خبرې وکړې. او د دې ترڅنګ یې د طبي لوړو زده کړو او روغتیایي سکتور په معیاري کېدو ټینګار وکړ.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد "ندیم" د افغانستان طبي شورا لوی رئيس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان طبي شورا د لوړو زده کړو وزارت د مټ په توګه یاده کړه او د دواړو ادارو تر منځ یې د لا زیاتو همکاریو او ښو اړیکو په جوړلو ټینګار وکړ، د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر د افغانستان طبي شورا کړنې وستایلې او د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ یې څرګند کړ.
همدارنګه د یادې لیدنې په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ د ښو اړیکو ، همغږۍ او په هېواد کې د روغتیایي او طبي لوړ زده کړو د وضعیت ښه کېدو په موخه د یوې مشترکې تخنیکي کمېټې په جوړلو هوکړه وشوه. د یادولو وړ ده چې یاده کمیټه به ډېر ژر خپل کارونه پېل کړي.
د دولتي آزموینې(اګزېت) خبرتیا!
ټاکل شوې د افغانستان د طبي شورا د ۱۴۰۲ کال دولتي ازموینه د روان کال چنګاښ په میاشت کې واخیستل شي.
د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان طبی شورا لوي رئیس ډاکټر ګل محمد عثمان د مبارکي پیغام!
- د افغانستان طبي شورا لخوا د امیري کمپلکس په روغتون کې د طبي اخلاقو او طبي شکایتونو ته درسېدنې پروسې په اړه د پوهاوي یو ورځینی پرګرام تر سره شو.
- د افغانستان طبي شورا او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه!
- د افغانستان طبي شورا خبرتيا!
- د افغانستان طبي شورا د دولتي آزموینې یا Exit Exam)) خبرتیا!