- دولتي آزموینه

د افغانستان د طبي شورا په قانون کې  په څرګند ډول راغلي دي چې: (د طبي لوړو زده کړو موسسو له ټولو نویو فارغ شویو متقاضیانو څخه که دولتي او خصوصي وي، یا  کورني  او بهرني وي دولتي ازموینه اخیستل کیږي)  د افغانستان طبي شورا یو له اصلي دندو څخه ده.

د افغانستان طبي شورا دولتي آزموینه په کال کې دوه ځله په پسرلي او مني کې اخیستل کیږي.

د دولتي ازموینې لپاره غوښتنلیکونه په آنلاین بڼه  کیږي. متقاضیانو ته  د  ټولنیزو رسنیو له لارې لږترلږه دوه میاشتې دمخه د غوښتنې او ازموینې اخیستو په هکله خبر ورکول کیږي.

د طبي لوړو زده کړو موسسو سټنډرډونه:

د طبي لوړو زده کړو کیفیت ښه کولو او د زده کونکو وړتیا لوړولو لپاره ، د طبي لوړو زده کړو معیارونو پراختیا او څارنه یوه مهمه او لازمي برخه ده. د افغانستان طبي شورا دنده لري چې د طبي لوړو زده کړو سکتور لپاره معیارونه رامینځته کړي او په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او طبي لوړو زده کړو موسسو کې یې له پلي کیدوڅخه  نظارت وکړي.