شـالـيد
 

 دا چې د افغانستان طبي شورا د روغتیا په ډگر کې د روغتیايي زده کړو او د روغتیایي سیستمونو لپاره یوه تنظیم کونکې اداره ده، چې په ټوله کې يې موخه د ناروغانو خوندیتوب او د با کیفیته روغتیایي خدمتونو او ظرفیتونو رامینځ ته کول دي.

د افغانستان طبي شورا  په لومړي ځل په ۳۰/۴/۲۰۱۶ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د فرمان په اساس تاسیس شوه، چې وروسته له هغې په ۲۰۱۸ کال کې یاده شورا په قانوني ډول د یو خپلواک بنسټ  په توګه د ولسي جرګې له لوري تصویب، او د لومړۍ ګڼې ضمیمې پر بنسټ طبي قانون صادر شوی، چې د ملي جریدې په ۱۳۱۳ ګڼه کې د افغانستان طبي شورا تاسیس، او مسولیت او صلاحیتونه یې ورته ټاکلي دي.

او همدا رنګه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د اسلامي امارت د کابینې په (۱۸) غونډه کې چې په (۰۱/۱۰/۲۰۲۲) نیټه د الحاج محترم ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، د افغانستان طبي شورا د یوې خپلواکې ادارې په توګه وپېژندل شوه او ځانګړې بودجه  ورته تصویب شوه.

د قانون له مخې، دغه اداره د ډاکټرانو د مسلکي حقوقو د ملاتړ په موخه رامنځته او د ځانگړي قانون لرونکې اداره ده، چې خپلې ځانگړې شوې دندې د روغتیایي خدمتونو د تنظیم، د کیفیت ښه والي او د معياري طبي زدکړو په برخه کې پرمخ بیایي.

د افغانستان طبي شورا موخه په ټول هېواد کې د «طبي او غاښونو» ډاکټرانو لخوا چمتو شوي، طبي خدماتو کیفیت او مقرراتو معیاري کول او ښه کول دي، ترڅو یاد شوي معیارونه او طبي زده کړې لا پیاوړې  کړي او همدارنګه د «طبي او غاښونو» ډاکټرانو دمتخصیصینو حقونو څخه ملاتړ وکړي.