د افغانستان طبي شورا خبرتيا!

د افغانستان طبي شورا د لوړو زده کړو محترم وزارت او د ازموینو محترمې ملي ادارې څخه مننه کوي چې د دولتي ازموینې (اګزیټ اګزام) د اخیستلو په بیلابیلو پړاوونو کې یې له دې ادارې سره همکاري کړې ده، چې د رب العالمین په توفیق سره موږ ټول په دې وتوانېدو چې داسې آزموینه واخلو چې په هغه کې شفافیت او حساب ورکونې ته زمینه برابره شوې وه. د خدای تعالی له درباره ډير شکر ګزار یو چې د بندګۍ داسې یوه آزموینه چې په هغه کې مو د خپل مسلک او دین پور اداء کړی وي، په بریالیتوب سره سرته ورسوو.

د افغانستان طبي شورا د آزموینې له تیریدو او د پایلو د اعلان وروسته، د لاندې مواردو خبر ورکوي:

تر هر څه لومړی د افغانستان طبي شورا ټولو دوستانو ته په ځانګړې توګه د هغو ګرانو ځوانو ډاکټرانو والدینو ته چې د افغانستان د طبي شورا په دولتي ازموینه کې بریالي شوي دي د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.

هغو ګرانو ډاکټرانو ته چې په دې ازموینه کې بې نتیجې شوي دي، د راتلونکي کال په پسرلي کې اخیستل کیدونکې دولتي آزموینه کې د لوی خدای ج په دربار کې د بریالیتوب دعا کوي.

د افغانستان طبي شورا په پام کې لري چې د هغو ګرانو او ځوانو ډاکټرانو لپاره چې په ازموينه کې يې لوړې نمرې ترلاسه کړې او لومړى، دويم او دريم مقامونه يې وګټل، ځانګړې غونډه جوړه کړي او د هېواد د ډاکټرانو سپېڅلي صف ته د راتګ لپاره یې په ځانګړو ډالیو ونازوي. او د دوی د استعدادونو د لا ستاینې په موخه به له هېواده بهر د دوی د تحصیل د ادامې په موخه د دوی وړاندیز تر لوړو مقاماتو ورسوي.

د افغانستان طبي شورا په هیواد کې د روغتیا سکتور او د طبي لوړو زده کړو د تنظیموونکې او باصلاحیته ادارې په توګه اړینه ګڼي چې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو او د هغوی له محترمو ښوونکو څخه د ځانګړې غونډې په ترڅ کې مننه وکړي.

د هغو محترمو ډاکټرانو د ثبت او راجسټریشن نیټه چې دولتي آزموینه (اګزیټ اګزام) يې په بریالیتوب سره سرته رسولې ده د ځانګړي راجسټریشن کارت د ورکړې او همدارنګه د ستاینې د غونډې وخت او ځای به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.

د افغانستان طبي شورا د روغتیا او طبي لوړو زده کړو په برخه کې له ټولو محترمو ښکېل کارکوونکو څخه په ډير درنښت مننه کوي چې د هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې یې په صداقت او اخلاص کار کړی او د خدای ج له درباره د هېواد د روغتیا د سکتور د راتلونکي جوړونکو ته د مسلکي خدماتو چې د افغانستان ویاړلی ملت یې حقدار ده، وړاندې کولو توفیق غواړو.