• د افغانستان طبي  شورا سرپرست ډاکټر ګل محمد عثمان لنډ ژوند لیک:
     ښاغلی ډاکټر ګل محمد عثمان ؛د محمد عثمان زوی، په ۱۳۵۶ لمریز کال کې د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ  په یوه دینداره او علم دوسته کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.
    ډاکټر ګل محمد عثمان خپلې لومړنۍ زده کړې په ۱۳۶۱ کال کې د فراه ولایت په شهید حبیب الرحمن لېسه کې پیل او په ۱۳۷۳ لمریز کال کې یې په همدې لېسه کې پای ته رسولې دي. وروسته بیا ښاغلی عثمان د کابل طبي پوهنتون ته شامل او په ۱۳۹۲ کال کې یې د MD سند ترلاسه کړ.  ښاغلي عثمان د عصري زده کړو تر څنګ دیني زده کړې هم د لېسانس درجې پورې ترسره کړې دي. ډاکټر ګل محمد عثمان د هیواد رسمي  ژبو پښتو او دري تر څنګ په عربي، انګلیسي او اردو ژبو لیکل او او روانې خبرې کولای شي. نوموړی د زده کړو له بشپړولو وروسته په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیته کې  د ډاکتر په توګه وګمارل شو او له هغه وروسته په فراه ولايت کې د داخله ډاکتر په توګه خپلو هېوادوالو ته په طبي خدمتونو بوخت شو.  سربیره پردې، ډاکټر عثمان د WHO او ICRC  له لارې د عامې روغتیا مدیریت په ګډون په بېلابېلو سکتورونو کې تخصصي، روزنیز او مسلکي کورسونه هم بشپړ کړي دي. محترم ډاکټر ګل محمد عثمان په ۱۸/۸/۱۴۰۱ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د افغانستان طبي شورا د سرپرست په توګه وټاکل شو. نوموړی په دې شورا کې دښې حکومتولۍ او اصولو پلې کولو ته ژمنتوب ترڅنګ هڅه کوي، چې د اسلامي اصولو، شريعت او ملي ارزښتونو په رڼا کې د افغانستان ټولو خلکو ته، له هر ډول تبعيض پرته معياري او خوندي خدمات وړاندې کړي.