د افغانستان طبي شورا او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه!

د افغانستان طبي شورا او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه!

د افغانستان طبي شورا او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د طبي شکایتونو او ډاکټرانو مصونیت په برخه کې د همکاریو تفاهمنامه د طبي شورا رئيس ډاکټر ګل محمد عثمان او د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي فیض الله جمال حقاني له لوري لاسلیک شوه.

د افغانستان طبي شورا رئيس ډاکټر ګل محمد عثمان دغه تفاهم نامه د هېواد او هېوادوالو په ګټه وبلله او د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي فیض الله جمال حقاني څخه یې مننه وکړه، چې د طبي شکایتونو او ډاکټرانو مصونیت په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدا رنکه د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي فیض الله جمال حقاني د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې د افغانستان طبي شورا د مریضانو خوندیتوب او ډاکټرانو د حقونو د دفاع لپاره یوه مهمه اداره وبلله او د کورنیو چارو وزارت په استازیتوب یې د هر اړخیزه همکاریو ډاډ څرګند کړ.