د افغانستان ا.ا ‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او  کفیل په مشرۍ د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو د سرپرست وزیرانو او د طبي شورا رئیس ترمنځ ناسته وشوه.

د افغانستان ا.ا ‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او  کفیل په مشرۍ د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو د سرپرست وزیرانو او د طبي شورا رئیس ترمنځ ناسته وشوه.

یاده ناسته چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوی عبدالکبیر مجاهد په مشرۍ ترسره شوه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شېخ ندامحمد ندیم ، د روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندرعباد او د افغانستان طبی شورا رئیس  ډاکټر ګل محمد عثمان  په حضور کې د افغانستان طبي شورا د چمتو شویو کاري طرحو په اړه ناسته وشوه.

د طبي شورا رهبرۍ د یادې ادارې د کاري طرحو موخه د روغتیايي خدماتو ښه والی او معیاري کول یاد کړل.

‏هغوی وویل، دا طرحې چې د تصویب لپاره پرې کار روان دی، په روغتیايي سکټور کې د وقایوي مرحلې سربېره د تشخیص او درملنې له پړاونو سره هم مرسته کوي.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شېخ ندامحمد ندیم او د روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندرعباد وړاندیز وکړچې ‏د یادو طرحو د بشپړې شننې لپاره اړینه ده د لوړو زده کړو، عامې روغتیا وزارت او د افغانستان طبي شورا تخنیکي استازو تر منځ پرې مسلکي بحث وشي.

په پای کې د ریاست الوزراء کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په هېواد کې د روغتیايي خدماتو معیاري کولو ته جدي اړتیا ده. د افغانستان طبي شورا په همدې موخه په روغتیایي برخو کې ځینې طرحې چمتو کړي دي.

‏د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال؛ د دفتر لوی رئیس مولوي ذاکر په مشرۍ یوې درې اړخیزې کمیټې ته دنده وسپارله، چې د یادو طرحو په اړه مسلکي بحث وکړي او پایله یې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل  په مشرۍ د اړوند وزارتونو او ادارو ګډ کمیسیون  ته وړاندې کړي.

د یادولو ده چې یاده کمیټه به ډېر ژر خپل کار پیل کړي.