د افغانستان طبي شورا رئيس د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.

د افغانستان طبي شورا رئيس د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.

په دغه کتنه کې د افغانستان طبي شورا رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" د طبي شورا د کړنو ترڅنګ د فساد پر وړاندې مبارزې، ښې حکومتولۍ  او د طبي شورا او لوړ زده کړو وزارت په مشترکاتو خبرې وکړې. او د دې ترڅنګ یې د طبي لوړو زده کړو او روغتیایي سکتور په معیاري کېدو ټینګار وکړ.

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد "ندیم" د افغانستان طبي شورا لوی رئيس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان طبي شورا د لوړو زده کړو وزارت د مټ په توګه یاده کړه  او د دواړو ادارو تر منځ یې د لا زیاتو همکاریو او ښو اړیکو په جوړلو ټینګار وکړ، د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر د افغانستان طبي شورا کړنې  وستایلې او د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ یې څرګند کړ.

همدارنګه د یادې لیدنې په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ د ښو اړیکو ، همغږۍ او په هېواد کې د روغتیایي او طبي لوړ زده کړو د وضعیت ښه کېدو په موخه  د یوې مشترکې تخنیکي کمېټې په جوړلو هوکړه وشوه. د یادولو وړ ده چې یاده کمیټه به ډېر ژر خپل کارونه پېل کړي.