د افغانستان طبي شورا اساسي دندې:
- د کورنیو او باندنیو طب ډاکټرانو لپاره چې په افغانستان کې مسلکي او کلینیکي دندې ترسره کوي د فعالیت جوازونو ثبت او صادرول.
- د طب او غاښونو ډاکټرانو لپاره د مسلکي او چلند معیارونو رامینځته کول ،مناسب پلي کول، او ور څخه نظارت ترسره کول
- د طب او غاښونو ډاکټرانو دوامداره مسلکي روزنې ته پراختیا ورکول او تعقیب کول.
- د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسساتو له فارغانو څخه دولتي ازموینه یا (EXIT EXAM) اخیستل.
- د ناروغانو، د طب او غاښونو ډاکټرانو د حقونو او مصوونیت په اړه د عامه پوهاوي کچې لوړول. د طبي لوړو زده کړو موسسو لپاره د لږترلږه معیارونو تثبیت او وړاندیز ، چې له مخې یې د فعالیت جواز د لوړو زده کړو وزارت لخوا صادر کیږي.
- په هېواد کې د طبي لوړو زده کړو موسسو د طبي برنامو معیارونو، نصاب او تخصص له چارو څخه نظارت کول.
- د دولتي او خصوصي طبي لوړو زده کړو موسسو د اعتبار ورکولو پروسه کې همکاري او مشوره ورکول.
- قضایی چارواکو ته د راجع کولو څخه وړاندې د طبي سرغړونو او شکایاتو څېړل.
- د طبي ډاکټرانو پروړاندې چې د مسلکي معیارونو او طبي اخلاقو خلاف عمل کوي جزایي تصمیم نیول.
- د نورو هېوادونو د طبي شوراګانو سره د ساینسي او څیړنیزو همکاریو رامینځته کول ترڅو د پوهې او معلوماتو شریکولو او تبادلې له لارې د افغان طبي ډاکټرانو نړیوال شهرت لوړ کړي او د طبي څیړنې او مطالعاتو په پیل کې همکاري وکړي.
- د تحصیلاتو او طبي فعالیتونو لپاره د تقنیني اسنادو او پالیسیو او طرزالعملونو کې برخه اخیستل
- د اړوندو چارواکو څخه د اړینو معلوماتو ترلاسه کول او راټولول
- د طبي شورا فعالیتونو پورې اړوند طرزالعملونو او لارښودونو رامینځته کول
- د احکامو او قانون سره سم د طبي شورا نورې دندې