- دولتي آزموینه
د افغانستان د طبي شورا په قانون کې په څرګند ډول راغلي دي چې: (د طبي لوړو زده کړو موسسو له ټولو نویو فارغ شویو متقاضیانو څخه که دولتي او خصوصي وي، یا کورني او بهرني وي دولتي ازموینه اخیستل کیږي) د افغانستان طبي شورا یو له اصلي دندو څخه ده.
د افغانستان طبي شورا دولتي آزموینه په کال کې دوه ځله په پسرلي او مني کې اخیستل کیږي.
د دولتي ازموینې لپاره غوښتنلیکونه په آنلاین بڼه کیږي. متقاضیانو ته د ټولنیزو رسنیو له لارې لږترلږه دوه میاشتې دمخه د غوښتنې او ازموینې اخیستو په هکله خبر ورکول کیږي.
د طبي لوړو زده کړو موسسو سټنډرډونه:
د طبي لوړو زده کړو کیفیت ښه کولو او د زده کونکو وړتیا لوړولو لپاره ، د طبي لوړو زده کړو معیارونو پراختیا او څارنه یوه مهمه او لازمي برخه ده. د افغانستان طبي شورا دنده لري چې د طبي لوړو زده کړو سکتور لپاره معیارونه رامینځته کړي او په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او طبي لوړو زده کړو موسسو کې یې له پلي کیدوڅخه نظارت وکړي.