سریزه:

د نړیوالو اړیکو، پلان او پالیسي دیپارتمنت، د ستراتیژیکو پلانونو جوړونې د پروسې نظارت او انسجام، انکشافي پلانونو، د پالیسیو د طرحې او بډاینې مدیریت او د نړیوالو اړیکو د ټینګولو او د همغږۍ د رامنځ ته کولو په پار رامنځ ته شوی دی. او د ټولو پورتنیو اړونده مسایلو دنده په غاړه لري.

 

پیژندنه:

د نړیوالو اړیکو، پلان او پالیسي دیپارتمنت، د قانون او مقرراتو په رڼا کې، د روغتیا په برخه کې د داخلي او خارجې مرسته کوونکو بنسټونو د مرستو ترلاسه کولو په موخه، د اړیکو ټینګولو او د همغږۍ د رامنځ ته کولو په پار د پروتوکولونو، هوکړه لیکونو، تخنیکي اسنادو، د بین المللی اداراتو او موسساتو تر منځ د ګډو پلانونو جوړولو په موخه کړنې تر سره کوي.

 

د اداراتو او موسساتو سره د ګډو پروتوکولونو او هوکړه لیکونو د طرحې او لابډاینې لپاره د مسلکي اندونو شریکول، د ادارې د ستراتیژیک پلان او پالیسیو د تدوین په موخه د ادارې د قوت او کمزورتیات لاملونو او  د فرصتونو او ننګونو شننه او ارزونه او د معقولو پریکړو او په سمه توګه د ادارې د موخو ترلاسه کولو په پار د دقیقو او معیاري پالیسیو او کړنلارو  جوړول، نورې هغه دندې دي چې دا دیپارتمنت يې د ترلاسه کولو په موخه کړنې ترسره کوي.

 

د نړیوالو اړیکو، پلان او پالیسي دیپارتمنت د ادارې موخو ته د رسېدو په موخه د مرکز او ولایاتو څخه د راټولو شویو معلوماتوو په بنسټ د کلني پراختیایي پلان جوړولو، د پالیسیو، پروسیجرونو او ستراتیژیکو پلانونو د جوړونې او پلي کیدو د مدیریت، څار، او د ادارې د عمومي پلان په رڼا کې، ګډو اهدافو ته د رسیدو په موخه د اړونده برخې پلان جوړول او  په ربعوار و کلني ډول د کړنو او لاسته راوړنو څخه د ادارې مقام ته رپوټ ورکول نورې دندې دي چې دا ډیپارتمنت ېې پازوالی په غاړه لري.

 

تفاهمنامه ها :

در بخش ایجاد تفاهمنامه های و توامیت ها آمریت روابط بین الملل پلان و پالسی توانسته تا با همکاری های مشترک با دیگر دیپارتمنت های شورای طبی افغانستان با نهاد های ملی و بین المللی تفاهمنامه و توامیت های همکاری امضا نماید.

 

هوکړه لیکونه:

د نړیوالو اړیکو، پلان او پالیسي ډیپارتمنت د افغانستان طبي شورا د تخنیکي دیپارتمنتونو په مرسته لاندې ملي او نړیوالو بنسټونو سره هوکړه لیکونه د تخنیکي او تحصیلي همکاریو د ترلاسه کولو په موخه لاسلیک کړي دي.