د افغانستان طبي شورا د دولتي آزموینې یا Exit Exam)) خبرتیا!

ټاکل شوې ده د افغانستان طبي شورا دولتي آزموینه د روان ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه واخیستل شي.

د افغانستان طبي شورا په پام کې لري، چې دا آزموینه د سړې هوا او د زیاد شمېر غوښتونکو له امله په دوه جلا پړاونو کې واخیستل شي.

لومړۍ پړاو به د نارینوو لپاره په ذکر شوې نېټه (د روان کال سلواغې میاشتې په ۲۹ نېټه) او د ښځینو لپاره د آزموینې نېټه په دوهم پړاو کې وروسته نشر شي.

د بایومیټریک پروسه او د آزموینې د کارتونو وېش به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې، چې د سلواغې میاشتې ۲۷ او ۲۸مې نېټې سره برابره ده د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې د لاندې ضمیمه شوي جدول په اساس ترسره شي.

له محترمو غوښتونکو څخه هیله کېږي، چې د خپلو نومونو له لومړي توري سره سم په ټاکل شوي ځای کې حاضر شي.