د راجسټریشن او د فعالیت جواز ترلاسه کولو لپاره لازمي لارښوونې

د افغانستان طبي شورا د فعالیت جواز ترلاسه کولو لپاره د طب او ستوماتولوژي ډاکټرانو آنلاین راجستریشن پروسه:

  • لومړی amc.gov.ahttps://dmis.amc.gov.af/f لینک ته مراجعه وکړئ
  • په Register Now کلیک وکړئ او د خپل ایمیل سره یو حساب جوړ کړئ.
  • وروسته بیا د خپل User او Password په واسطه په پاس لینک کې Login شي.
  • آنلاین فورمه د خپل الکترونیکي تذکرې، کاغذي تذکرې او یا تحصیلي سند له مخې په سمه ټوګه په انګلیسي ژبه ډکه کړئ او خپل ۴×۳عکس د JPEG فارمت کې په لومړي مخ کې اپلوډ کړئ، بیا د Next باندې کلیک وکړئ او بل مخ ته ننوځئ. د Practitioner او Non Practitionerپه برخو کې یو انتخاب کړئ
  • Practitioner هغه ډاکټران چې د طب پوهنځي څخه فارغ شوي د طب په څانګه کې کار کوي. 
  • Non Practitioner هغه ډاکټران چې د طب پوهنځي څخه فارغ شوي خو د طب په څانګه کې کار نه کوي (دوی په ځینو اداري څانګو کې کار کوي). 

د راجستریشن ډول غوره کړئ:

  • Full Registration هغه ډاکټران چې د طب پوهنځي نظري او عملي دورې یې بشپړ کړې وي، دولتي آزموینه یې په بریالیتوب سرته رسولې وي او تحصیلي اسناد یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تایید شوي وي.
  • Post Registration هغه ډاکټران چې تخصص، ماسټري یا دوکتورا لري.

د اسنادو پورته کول:

  • تذکره دواړه مخه رنګه سکین کړئ Pdf
  • د ډیپلوم یا د فراغت سرټیفیکیټ رنګه سکین کړي Pdf
  • د ترانسکریپټ رنګه سکین او د ستاژ دورې تصدیق Pdf
  • د تخصص سند رنګه سکین چې د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی وي (که تاسو تخصص لرئ).
  • د ماسټرۍ یا دوکتورا سند رنګه سکین چې د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصویب شوی وي (که تاسو ماسټر یا دوکتورا لرئ).
  • د علمي رتبې رنګه سکین چې د عامې روغتیا وزارت لخوا تصویب شوی وي (که تاسو ساینسي رتبه لرئ).