د افغانستان طبي شورا لخوا د امیري کمپلکس په روغتون کې د طبي اخلاقو او طبي شکایتونو ته درسېدنې پروسې په اړه د پوهاوي یو ورځینی پرګرام تر سره شو.

د افغانستان طبي شورا لخوا د امیري کمپلکس په روغتون کې د طبي اخلاقو او  طبي شکایتونو ته درسېدنې پروسې په اړه د پوهاوي یو ورځینی پرګرام تر سره شو.

د افغانستان طبي شور دغه پرګرام د روغتیایي خداماتو د کیفیت لوړېدو او د خوندیتوب  لپاره د ډاکټرانو او ناروغانو د حقونو او مکلفیتونو په اړه د روغتیا پالانو او طبي کارمندانو د پوهاوي کچې لوړولو په موخه چمتو کړی وه.

په یاد پروګرام کې، چې یو شمیر ډاکټرانو، طبي کارکوونکو او د ناروغانو پایوازانو برخه اخیستې وه، پروګرام د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو، چې ورپسې د طبي اخلاقو مقررات او همدارنګه  طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو حل میکانیزم  ګډونوالو ته وړاندې شو.

د یادولو وړ ده، چې مسلکي او معیاري چلن رامینځته کول، له  پلي کولو څارنه، او دغه راز شکایتونو او طبي سرغړونو ته رسېدل، د افغانستان د طبي شورا له مهمو دندو څخه دي.