د افغانستان طبي شورا د بورډ غونډه

 

د افغانستان طبي شورا د بورډ غونډه د افغانستان طبي شورا د رئیس ډاکټر ګل محمد «عثمان» په مشرۍ نن د طبي شورا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

په پیل کې د افغانستان طبي شورا عمومی رئیس ډاکټر گل محمد «عثمان» د بورډ غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د طبي شورا د کړنو، موخو، راتلونکو پلانونو او  په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په تراوړ خبري وکړې. ښاغلي ډاکټر عثمان په خپلو خبرو کې د دولت د رهبرۍ په کچه په روغتیایی برخه کې د یو عالي کمیسیون د جوړولو غوښتنه وکړه او په هېواد کې یې د طبي لوړو زده کړو او روغتیایي سکټور په معیاري کېدو ټینګار وکړ.

ورپسې د غونډې ګډونوالو د هېواد روغتیایی سیستم د ښه کیدو په تړوا خپل نظرونه شریک کړل او د افغانستان طبي شورا  یې د طبي لوړو زده کړو او روغتیا د برخې یوه مهمه او ازښتناکه اداره و بلله او د یادې شورا کړنې یې وستایلې. همدارنګه د بورډ غړو د طبي لوړو زده کړو او روغتیایي خدمتونو د کیفیت ښه کولو لپاره د پام وړ وړاندیزونه وکړل او د پلي کیدو په موخه یې اړونده ادارو ته سپارښتنې وکړې.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان طبي شورا د رهبرۍ په بورډ کې چې د تصمیم نیونې تر ټولو لوړه مرجع ده، د مختلفو وزارتونو او  ادارو لکه د چارو ادارې لوی ریاست، د عامې روغتیا وزرات، د لوړو زده کړو وزارت، د عدلیې وزارت، سترې محکمې، د ملي دفاع وزارت او یو شمیر نورو ارګانونو واکمن استازي غړیتوب لري.

 د غونډې په پای کې د افغانستان طبي شورا د نوي قانون مصوبه د نظر څرګندولو په موخه  د بورډ له غړو سره شریکه شوه.