د دولتي آزموینې(اګزېت) خبرتیا!

 

د دولتي آزموینې(اګزېت) خبرتیا!

ټاکل شوې د افغانستان د طبي شورا د ۱۴۰۲ کال دولتي ازموینه د روان کال چنګاښ په میاشت کې واخیستل شي.

نو له ټولو هغو دولتي، خصوصي او بهرنيو پوهنتونونو او د لوړو طبي زده کړو موسسو له فارغانو څخه، چې په دې ازموينه کې واجد د شرایطو دي غوښتنه کېږي، چې په دې ازموينه کې د ګډون لپاره لاندې ټکي او موارد په پام کې ونيسي:

۱.دولتي ازموینه کې د ګډون شرطونه:

غوښتونکی باید د دولتي ، خصوصي یا بهرنیو طبي پوهنتونونو معالجوي طب او یا ستوماتولوژي پوهنځیو څخه فارغ وي.

د ستاژ دوره یې په بریالیتوب سره سرته رسولې وي.

د فراغت سند (سرتیفیکیت یا ډیپلوم) او د تحصیلي دورې د نمرو ترانسکریپت او ستاژ چې دلوړو زده کړو محترم وزارت له لورې تایید شوی وي له ځان سره ولري.

 بهرنیو طبي پوهنتونونو فارغان د فراغت ،د نمرو ترانسکرپت او ستاژ سند ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تحصیلي اسنادو تاییدي مکتوب ولري.

۲.په دولتي ازموینه کې د ګډون پړاونه:

  • په دولتي ازموینه (اګزېت) کې نوم لیکنه د ټاکل شوې فورمې په ډکولو سره ترسره کیږي. کاندید کولای شي فورمه د لینک له لارې چې وروسته خپرېږي ډاونلوډ کړي او د پړاونو بشپړولو څخه وروسته  طبي شورا ته وسپاري. دا مرحله به د ۱۴۰۲ کال دغبرګولي د میاشتې له ۲۵مې نېټې څخه پیل شي او د ۱۴۰۲ کالد چنګاښ د میاشتې تر 20 مې نېټې پورې به دوام وکړي او له دې نېټېڅخه وروسته فورمې نه اخیستل کیږي ،کاندید په ازموینه کې د ګډون حق نه لري.
  • کاندید باید د نوم لیکنې فورمه چاپ او بشپړه کړي او د اړوند پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت له تایید وروسته، د تحصیلي اسنادو (فراغت سند، د ستاژ سند، د ترانسکرپت نمرې(او د اصلي تذکرې او یوه کاپي شویو اسنادوسره یوځای د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ تر 20 نېټې پورې خپله کاندید طبي شورا ته وسپاري.
  • د لوړو زده کړو ټول پوهنتونونه او موسسات مکلف دي، چې په شرایطو برابرو فارغانو لست دلوړو زده کړو محترم وزارت له لوري تایید شوي فارغانونو کتاب سره یوځای دټولګیو په تفکیک سره په هارډ او سافټ شکل د روان کال د غبرګولي میاشتې تر  ۱۵ پورې نیټې طبي شورا ته وسپاري.

يادونه:

  • فورمې په انفرادي ډول له کاندیدانو څخه راټوليږي، اړونده پوهنتونونه مکلف دي چې د فارغانو کتابونه په ډله ييزه بڼه طبي شورا ته وسپاري.
  • حداقل دوه میاشتې وروسته د ریفرنس اعلان څخه آزموینه اخیستل کیږي.