دولتي آزموینه
- «Exit Exam» یا دولتي آزموینه لمړی ځل په ۱۳۹۷ کال د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ له فارغانو څخه واخیستل شوه. تر دې دمه شپږ دورې دولتي آزموینه اخیستل شوې ده.
- دولتي آزموینه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د معالجوی طب او ستوماتولوژي پوهنځیو د فارغانو څخه د طبي شورا له خوا د آزموینو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت په همغږۍ اخیستل کیږي.
- د یادې آزموینې پوښتنې د لوړو زده کړو وزارت طبي استادانو له خوا په ځانګړو او شفاف شرایطو کې جوړیږي.
- د کړنلاري پر بنسټ د بریالیتوب لپاره د مجموعي نمرو څخه 60 سلنه ټاکل شوې ده.
د دولتي آزموینې موخې:
- د هیواد طبې پوهنتونونو د ظرفیت، کیفیت او طبي وړتیاوو ارزونه ، او په اړه یې د مسلکي تدابیرو نیول.
- د دولتي او خصوصي طبي لوړو زده کړو د نویو فارغانو د زده کړې د سویې لوړول، ارزونه او تثبیت.
- د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسساتو د تدریسي روشونو د کیفیت تشخیص او پیژندنه.
- د دولتي آزموینې څخه د ترلاسه شویو پایلو علمي،اکاډمیک او سیستماتیک تحلیل ؛
- د دولتي او خصوصي طبي لوړو زده کړو د وضعیت پربنسټ د اړتیا په صورت کې، تشویق، تنبیه، اصلاحي او نورو لازمو کړنو ترسره کیدل.
- د طب او غاښونو ډاکټرانو د جواز، اعتبار ورکونې او همدارنګه د جهاني اعتبار ترلاسه کولو او معرفي کولو په موخه دولتي آزموینې ترسره کیږي.