د طبي شکایاتو او سرغړونو په اړه:

د قانون له مخې، د افغانستان طبي شورا دنده لري، چې د طب او ستوماتولوژي د ډاکټرانو او همدارنګه د روغتيايي کارکوونکو پر وړاندې ټول طبي شکايتونه او سرغړونې د ټاکلې کړنلارې له مخې وڅېړي.

د طبي شکایتونو بیلګې چې د طبي شورا لخوا څیړل کیږي:
  1. د طبي پروسیجرونو(پړاوونو) په پلي کولو کې د ناروغ لپاره په تشخیص یا د درملو په ورکولو کې تېروتنې.
  2. د ناروغ د سمې معاینې (کتنې) په ترسره کولو کې پاتې راتلل یا د ناروغ روغتیایی اړتیاوو ته په سم ډول ځواب ورکولو کې پاتې راتلل.
  3. - د طب ډاکټرانو یا طبي کارکونکو د مهارت، پوهې او یا مسلکي قضاوت د نشتوالي په اړه شکایت .
  4. د طبابت مسلک څخه ناوړه ګټه اخیستل.
  5. د ډاکټرانو یا طبي کارمندانو لخوا تاوتریخوالی.
  6. د مسلک اړوند درغلي او نامناسبې کړنې ترسره کول.
  7. له ناروغ سره د مسلکي او معیاري اصولو خلاف چلند.
  8. د روغتیایی خدماتو د عرضه کولو په برخه کې د مسؤلینو بې پروایي چې د ناوړه روغتیایی خدمتونو د عرضې لامل ګرځي.
  9. ډاکټرانو او طبي کارکونو ته د ورسپارل شویو دندو د ترسره کولو پر مهال بې پروایي کول.
  10. د ډاکټرانو یا طبي کارکونکو د روغتیا په اړه جدي شکایتونه چې ممکن ناروغانو ته زیان ورسوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ د دې پاڼې د اطلاعاتو له برخې څخه اړوند طرزالعمل ترلاسه کړئ.