د افغانستان طبي شورا او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه!

د افغانستان طبي شورا او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه!

د افغانستان طبي شورا او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د طبي شکایتونو او ډاکټرانو مصونیت په برخه کې د همکاریو تفاهمنامه د طبي شورا رئيس ډاکټر ګل محمد عثمان او د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي فیض الله جمال حقاني له لوري لاسلیک شوه.

د افغانستان طبي شورا خبرتيا!

د افغانستان طبي شورا د لوړو زده کړو محترم وزارت او د ازموینو محترمې ملي ادارې څخه مننه کوي چې د دولتي ازموینې (اګزیټ اګزام) د اخیستلو په بیلابیلو پړاوونو کې یې له دې ادارې سره همکاري کړې ده، چې د رب العالمین په توفیق سره موږ ټول په دې وتوانېدو چې داسې آزموینه واخلو چې په هغه کې شفافیت او حساب ورکونې ته زمینه برابره شوې وه. د خدای تعالی له درباره ډير شکر ګزار یو چې د بندګۍ داسې یوه آزموینه چې په هغه کې مو د خپل مسلک او دین پور اداء کړی وي، په بریالیتوب سره سرته ورسوو.

د افغانستان طبي شورا د دولتي آزموینې یا Exit Exam)) خبرتیا!

ټاکل شوې ده د افغانستان طبي شورا دولتي آزموینه د روان ۱۴۰۱ کال د سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه واخیستل شي.

د دولتي ازموینې ګډونوالو ته خبرتیا!

د دولتي ازموینې ټولو درنو ګډونوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د فورمې د ثبت او سپارلو پروسه، چې مخکې د ۱۴۰۱ کال د جدې میاشتې تر ۲۰ نېټې پورې ټاکل شوې وه، د داوطلبانو دپرله پسې غوښتنو له کبله دغه نېټه د روان لمریز کال  د سلواغې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې وغځول شوه.