دولتي آزموینه 

امارتي ازموینه (Exit Exam): هغه ازموینه ده، چې د امارتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د معالجوي او غاښونو طب د پوهنځیو له فارغانو څخه د هغوی د علمي او مسلکي سویې د تثبیت په منظور د افغانستان طبي شورا له خوا اخېستل کېږي.

«Exit Exam» دولتي آزموینه لمړی ځل په ۱۳۹۷ کال د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ له فارغانو څخه واخیستل شوه. تر دې دمه شپږ دورې دولتي آزموینه اخیستل شوې دي.

دولتي آزموینه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو د فارغانو څخه د طبي شورا له خوا د آزموینو ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت په همغږۍ اخیستل کیږي.

د یادې آزموینې پوښتنې د لوړو زده کړو وزارت طبي استادانو له خوا په ځانګړو او شفاف شرایطو کې جوړیږي.

د  کړنلاري پر بنسټ  د بریالیتوب لپاره د مجموعي نمرو څخه 60 سلنه ټاکل شوې ده.