د افغانستان طبي شورا سرپرست د ریاست الوزرا له مرستیال سره وکتل

 

 

په دې کتنه کې د افغانستان طبي شورا، عامې روغتيا او د لوړو زده کړو محترمو وزارتونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او د لا زياتې همغږۍ د رامنځته کولو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

په دې کتنه کې ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د روغتيايي خدمتونو د کيفيت او خونديتوب په برخه کې د افغانستان د طبي شورا په اهميت او دريځ ټينګار وکړ او د افغانستان له طبي شورا سره يې د دغې ادارې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

همدارنګه د ریاست الوزرا عالی مقام اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي د افغانستان طبي شورا د لوړو طبي زده کړو د معیاري کولو او په طبي ټولنه کې د باور د رامنځته کولو په برخه کې یوه مهمه اداره وبلله او زیاته یې کړه؛ چې د افغانستان طبي شورا کولای شي د روغتیا په برخه کې په ځانګړې توګه په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو کې مهم او ارزښتناک رول ولوبوي.