خبرتيا!

 

د افغانستان طبي شورا ټولو هغو محترمو محصلينو ته، چې په دولتي آزموینه (Exit Exam) کې ګډون کوي خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان طبي شورا له نوم څخه په ګټې اخیستنې که حقیقي او یا حکمي اشخاص پيسې ترې غواړي د افغانستان طبي شورا استازیتوب نکوي نو په همدې اړوند دې د پيسو ورکولو څخه ډډه وکړی.

د یادولو وړ ده، چې یوازې د آزموینې ملي اداره له هر ګډونوال څخه ۵۰۰ افغانۍ د حق الشمول فیس اخلي او د افغانستان طبي شورا تر دې دمه د دولتي آزموینې اړوند هیڅ کوم روزنیز مرکز نلري، چې د آزموینې له ګډونوالو څخه په دې نامه پیسې ترلاسه کړي.