د افغانستان طبي شورا سرپرست رئيس د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال سره وکتل

په دغه کتنه کې د افغانستان طبي شورا سرپرست رئیس، ډاکټر ګل محمد "عثمان" د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري سره د طبي  شورا اړوند طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسیدګۍ او پر نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

همدارنګه په یاده لیدنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د حسنه روابطو او همغږۍ په اړه هم خبرې وشوې، چې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، د روغتیايي خدماتو کیفیت او د خوندیتوب تأمینولو  کې د افغانستان طبي شورا کړنې  وستایلې او د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ یې څرګند کړ.