د افغانستان طبي شورا په مرکزي دفتر کې د طبي لوړو زده کړو موسساتو ستنډرډونو د کمېټې نهمه غونډه ترسره شوه!
په پیل کې د افغانستان طبي شورا د طبي لوړو زده کړو موسساتو د تنظیم رئیس ډاکټر جندالله نبیل د کمېټې غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د تېرې غونډې پریکړو په اړه د غونډې ګډونوالو سره بحث او خبرې وکړې.
ورپسې ډاکټر نجیب الله شیرزاد د طبي لوړو زده کړو د معیارونو متخصص د طبي لوړو زده کړو موسساتو ستنډرډونو د تدریسي روغتونو اړوند پرېزینټیشن د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړه، او د غونډې ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل.