د دولتي آزموینې(Exit Exam) د نوم لیکنې خبرتیا!

د دولتي آزموینې(Exit Exam) د نوم لیکنې خبرتیا!

ټاکل شوې د افغانستان د طبي شورا د ۱۴۰۲ کال دولتي ازموینه د روان کال چنګاښ په میاشت کې واخیستل شي. نو له ټولو هغو دولتي، خصوصي او بهرنيو پوهنتونونو او د لوړو طبي زده کړو موسسو له فارغانو څخه چې په دې ازموينه کې واجد د شرایطو دي غوښتنه کېږي چې په دې ازموينه کې د ګډون لپاره لاندې ټکي او موارد په پام کې ونيسي:

۱.دولتي ازموینه کې د ګډون شرطونه:

غوښتونکی باید د دولتي ، خصوصي یا بهرنیو طبي پوهنتونونو معالجوي طب او یا ستوماتولوژي پوهنځیو څخه فارغ وي.

د ستاژ دوره یې په بریالیتوب سره سرته رسولې وي.

د فراغت سند (سرتیفیکیت یا ډیپلوم) او د تحصیلي دورې د نمرو ترانسکریپت او ستاژ چې دلوړو زده کړو محترم وزارت له لورې تایید شوی وي له ځان سره ولري.

 بهرنیو طبي پوهنتونونو فارغان د فراغت ،د نمرو ترانسکرپت او ستاژ سند ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تحصیلي اسنادو تاییدي مکتوب ولري.

۲.په دولتي ازموینه کې د ګډون پړاونه:

  • په دولتي ازموینه (اګزیت) کې نوم لیکنه د ټاکل شوې فورمې په ډکولو سره ترسره کیږي. کاندید کولی شي فورم د لاندې لینک له لارې ډاونلوډ کړي او د پړاونو بشپړولو څخه وروسته طبي شورا ته وسپاري. دا مرحله به د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي د میاشتې له ۲۵مې نیټې څخه پیل شي او د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ د میاشتې تر 20 مې نیټې پورې به دوام وکړي او له دې نیټېڅخه وروسته فورمې نه اخیستل کیږي ،کاندید په ازموینه کې د ګډون حق نه لري.
  • کاندید باید د نوم لیکنې فورمه چاپ او بشپړه کړي او د اړوند پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت له تایید وروسته، د تحصیلي اسنادو (فراغت سند، د ستاژ سند، د ترانسکرپت نمرې (او د اصلي تذکرې او یوه کاپي شویو اسنادو سره یوځای د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ تر 20 نیټې پورې خپله کاندید طبي شورا ته وسپاري.
  • د لوړو زده کړو ټول پوهنتونونه او موسسات مکلف دي چې په شرایطو برابرو فارغانو لست دلوړو زده کړو محترم وزارت له لوري تایید شوي فارغانونو کتاب سره یوځای دټولګیو په تفکیک سره په هارډ او سافټ شکل د روان کال د چنګاښ میاشتې تر ۱۰ مې پورې نیټې طبي شورا ته وسپاري.

يادونه:

  • فورمې په انفرادي ډول له کاندیدانو څخه راټوليږي، اړونده پوهنتونونه مکلف دي چې د فارغانو کتابونه په ډله ييزه بڼه طبي شورا ته وسپاري.
  • نوماند مکلف دی پورته شرایطو او مراحلو بشپړولو څخه وروسته شورا ته مراجعه وکړي پرته له هغې د شورا د کاري چارو مزاحمت دې نه کوي.

د نوم لیکنې فورم:

https://drive.google.com/.../1f6uV4CWaZ2wFklm4HNcPBY.../view