د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي د کابل له ښاروال مولوي عبدالرشید سره وکتل.

د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي د کابل له ښاروال مولوي عبدالرشید سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان طبي شورا رئيس محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان د روغتیایي مرکزونو لکه روغتون، کلینک، درملتون او نورو روغتیايي مرکزونو ته، د صنفي جوازونو د ویش او نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه د کابل ښاروال محترم مولوي عبدالرشید د طبي شورا رئيس او ورسره مل پلاوي سره په کتو د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، چې د ښاري قوانینو له مخې هر روغتیایي مرکز ته، چې په کابل کې فعالیت کوي اړینه ده ترڅو له کابل ښاروالۍ څخه صنفي جواز ترلاسه کړي او د نورو ښاري خدمتونو د محصول په ورکړه کې دې هم جدي پاملرنه وکړي، دغه کار به له یوې خوا ښاري نظم ته وده ورکړي او له بلې خوا به ترلاسه شوي عواید بیرته د ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې وکارول شي.

په پای کې د افغانستان طبي شورا رئیس او ورسره مل پلاوي د کابل ښاروالۍ د کړنو د ستایل ترځنګ وویل،  چې ښاري قوانینو ته درناوی لري او د ښه نظم  رامنځته کولو او د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې به له کابل ښاروالۍ سره  هر اړخیزې مرستې وکړي.