د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي د عدلیې وزارت له سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره وکتل.

د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي د عدلیې وزارت له سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي سره وکتل.

په دې کتنه کې، د افغانستان طبي شورا رئیس  محترم ډاکټر ګل محمد عثمان د طبي شورا د جوړیدلو، صلاحیتونو او د هغې د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل، او ټینګار یي وکړ چې موږ باید د طب په برخه کې په خپل پښو ودریږو او د نورو له احتیاج څخه خلاص شو.

دغه راز نوموړي وویل چې د افغانستان طبي شورا باید له خپلو صلاحیتونو څخه برخمنه اوسي.

په دغې ناسته کې، د عدليې وزارت محترم سرپرست وویل چې طبي څانګه کې په شفاعت او واسطې عمل کول خیانت دی او لله الحمد تر اوسه ما په دغې برخه کې د هیچا شفاعت او واسطه نه ده کړې ځکه چې طبې برخه کې د شفاعت او واسطې په اساس ګمارنې هیوادوالو ته ستونزې رامنځته کوي.

د عدليې سرپرست وزیر وویل کله چې په افغانستان کې علاج او طبابت معیاري شي، موږ له پاره بهر ته د تګ اړتیا نه پیدا کېږي بلکه زموږ علاج همدلته د روزل شوو کدرونو په واسطه په داسې حال کې ترسره کیږي چې موږ به خوښ اوسو او زموږ ډاکټران به خوښ وي او موږ به هم له ډیرو ستونزو څخه خلاص شو او وخت به مو هم نه ضایع کیږي. نوموړي د افغانستان د طبي شورا له رئیس سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.