د افغانستان طبي شورا شکایتونو ته د رسېدنې دوهم کمېسیون، چې د ناسم طبي چلند له امله رامینځته کیږي په کار پیل وکړ!
د افغانستان طبي شورا یواځینۍ ادارې په توګه، چې د طبي ستونزو له امله رامنځته شوي شکایتونو ته رسیدګي کوي، د لا زیاتې درملنې او په وخت سره د شکایتونو حل په موخه، نن د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د شکایتونو د څیړلو دوهم کمېسیون پرانستل شو.
د دې مراسمو په پیل کې د افغانستان د طبي شورا عمومي رئیس محترم ډاکټر ګل محمد "عثمان" د افغانستان د طبي ستونزو د شکایتونو اورېدو کمېسیون غړو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د روغتیا، فعالیتونو او مهمو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
طبي شورا رئيس په هېواد کې د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې؛ او ټینګار یې وکړ چې د طبي شکایتونو د اورېدو کمېسیونونه په هېواد کې په مسلکي بڼه د طبي ستونزو له امله د شکایتونو د حل یواځینۍ اداره یاده کړه.
ورپسې د افغانستان د طبي شورا تخنیکي سلاکار ښاغلي ډاکټر احمدشاه "شکوهمند" هم د افغانستان طبي شورا د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او د طبي سرغړونو له امله د رامنځته شویو شکایتونو ته پر وخت رسیدنه، شفافیت او مسلکي چلند یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د طبي شورا د څارنې او ارزونې رئیس د طبي سرغړونو شکایتونو د اورېدو کمېسیون رئیس محترم ډاکټر خسرو "یوسفزي" د صحي سرغړونو له امله د رامنځته شویو شکایتونو تحلیل او د حل په اړه د کمېسیون غړو ته معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي یوسفزي د مسلکیتوب او شفافیت په اړه د ډاډ څرګندولو ترڅنګ وویل چې تر دې مهاله یې د ډاکټرانو د ناسمو کړنو څخه رامنځته شویو ډیرو شکایاتو ته په شفاف او مسلکي ډول رسیدنه کړې.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان طبي شورا د یوې خپلواکې آمارتي ادارې په توګه توګه فعالیت کوي او د طبي سرغړونو د شکایتونو حل کول یې یوه مهمه او اساسي دنده ده.