د افغانستان طبي شورا سرپرست ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست‌ وزیر سره وکتل.

د افغانستان طبي شورا سرپرست ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست‌ وزیر سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان طبي شورا سرپرست د طبي شورا د جوړیدلو،صلاحیتونو، کړنو او په هیواد کې د روغتیایي حالت په اړه خبرې وکړې او د طبي شورا او یاد وزارت ترمنځ د ګډو همکاریو د شتون او ځینې ګډ تخنیکي موارد یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

ورپسي د مخابراتو او تکنالوژۍ سرپرست وزیر، د افغانستان طبي شورا سرپرست او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان طبي شورا کړنې د هېواد د روغتیا په برخه کې وستایلي او د طبي شورا ونډه یې د روغتیا سکتور په معیاري کولو کې خورا مهمه او حیاتي وبلله او د مخابراتو وزارت په استازیتوب یې د افغانستان طبي شورا سره د هر اړخیزه همکاریو ډاډ څرګند کړ.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان طبي شورا سرپرست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر په تخنیکي برخه کې د ګډو همکاریو په میکانیزم هوکړه وکړه..