د فعالیت جواز ازموینې(NMLE) د بورډ غونډه د افغانستان طبي شورا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه

د فعالیت جواز ازموینې(NMLE) د بورډ غونډه د افغانستان طبي شورا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه!

 نن د افغانستان طبي شورا د فعالیت جواز ازموینې د بورډ لومړنۍ ناسته

د دغې ازموینې د ښه تنظیم او ترسراوي په موخه او د ازموینې د ملي او بین المللي اعتبار او اعتماد ساتنې په هیله ترسره شوه.

د فعالیت جواز ازموینې غونډه د قرانکریم مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل او

په پیل کې د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس محترم ډاکټر گل محمد «عثمان» د بورډ غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دغه بورډ د اهمیت او ضرورت، د فیصلو څخه د هراړخیز ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

ورپسې د فعالیت جواز ازموینې بورډ د طبي لوړو زده کړو چارو دتنظیم رئیس ډاکټر جندالله نبیل د غونډې داجنډا مطابق په لایحه، دتېرو ازموینو پر پایلو او د نوي کال په پلان، د بورډ په کلني پلان باندې هر اړخیز بحث وکړ.

د فعالیت جواز ازموینې یاد بورډ به په هرو دوه هفتو کې یو ځل ترسره کېږي ترڅو د ازموینې په ترسراوي کې د پام وړ پرمختګ او د ازموینې مختلفو برخو ته انکشاف ورکړي.