د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي د افغانستان علومو اکاډیمي له عمومي رئیس شیخ فریدون محمود سره وکتل.

د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي د افغانستان علومو اکاډیمي له عمومي رئیس شیخ فریدون محمود سره وکتل.

په دې کتنه کې د علو اکاډیمي رئیس شیخ صاحب فدیدون محمود د افغانستان طبي شورا رئيس محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د علومو اکاډیمي کړنو او ګډو همکاریو په تړاو خبرې وکړې او د افغانستان طبي شورا ونډه یې د هېواد د روغتیا په برخې کې مهمه او بنسټیزه وبلله. او همدارنګه  د افغانستان طبي شورا سره یې د هر اړخیزه همکاریو ډاډ څرګند کړ.

وريسي د افغانستان طبي شورا رئیس محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان د طبي شورا د جوړیدلو،صلاحیتونو، کړنو او په هیواد کې د روغتیایي حالت په اړه خبرې وکړې.

د طبي شورا عمومي رئیس په دې ناسته کې په بیلابیلو برخو کې د افغانستان طبي شورا او د علومو اکاډیمي ترمنځ په همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د افغانستان طبي شورا رئیس د علومو اکاډیمي له مرستیال سره په یوه بیله تخنیکي غونډه کې په بیلابیلو اړینو مواردو بحث وکړ چې په پایله کې یې د ګډو همکاریو په میکانیزم هوکړه وشوه.