د افغانستان طبي شورا او د ازموینو ملي ادارې ترمنځ د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه!
د افغانستان طبي شورا او ازموینو ملي ادارې ترمنځ د ازموینې په برخه کې د همکاریو تفاهمنامه د طبي شورا رئيس ډاکټر ګل محمد عثمان او دازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني له لوري لاسلیک شوه.
د افغانستان طبي شورا رئيس ډاکټر ګل محمد عثمان دغه تفاهمنامه د هېواد او هېوادوالو په ګټه وبلله او د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني څخه یې مننه وکړه، چې د ازموینو په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدا رنکه د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د افغانستان طبي شورا د ناروغانو خوندیتوب او ډاکټرانو د حقونو دفاع لپاره یوه مهمه اداره وبلله او د ازموینو ملي ادارې په استازیتوب یې د هر اړخیزه همکاریو ډاډ څرګند کړ.