د افغانستان طبي شورا د بورډ غونډه د افغانستان طبي شورا د رئیس ډاکټر ګل محمد «عثمان» په مشرۍ نن د طبي شورا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.
په پیل کې د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر گل محمد «عثمان» د بورډ غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د طبي شورا د رامنځته کیدو پر اهمیت خبرې وکړې او یاده شورا یي د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو لپاره یوه تنظیمونکې، معیاري کونکې او ناظره اداره وبلله.
ښاغلي ډاکټر عثمان په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې که د طبي شورا له مخې شته ننګونې لري نشي او د یادي شورا قانوني صلاحیتو ورنکړل شي بهر ته د درملنې لپاره د هېوادولو د تګ لړۍ به د تل لپاره دوام ولري.
د غونډې په دوام کې د بورډ غړو د افغانستان طبي شورا د قانون بیا کتنې اړوند خپل نظریات شریک کړل.
ورپسې د افغانستان طبي شورا د راتلونکې دولتي آزموینې(Exit Exam) او د طبي شکایتونو او سرغړونو اړوند د یوې قضې په تړاو بحث وشو او د یادو مواردو په اړه لازمې پریکړې ونیول شوې.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان طبي شورا د رهبرۍ په بورډ کې چې د تصمیم نیونې تر ټولو لوړه مرجع ده، د مختلفو وزارتونو او ادارو لکه د چارو ادارې لوی ریاست، د عامې روغتیا وزرات، د لوړو زده کړو وزارت، د عدلیې وزارت، سترې محکمې، د ملي دفاع وزارت او یو شمېر نورو ارګانونو واکمن استازي غړیتوب لري.