د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي د ریاست الوزرا عالی مقام له اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي سره وکتل.

د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد "عثمان" او ورسره مل پلاوي  د ریاست الوزرا عالی مقام له اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان طبي شورا رئيس محترم ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان د طبي شورا کړنو او فعالیتونو ترڅنګ په هیواد کې د روغتیایي خدمتونو معیاري کېدو په برخه کې د یادې شورا د شتون په ارزښت ټینګار وکړ او په هېواد کې د طبابت د ودې په موخه یي د طبي شورا د راتلونکو موخو په اړه خبرې وکړې.

‏د طبي شورا رئيس په نړیوالو معیارونو د روغتیایي سیستم برابرول، په ټول هیواد کې د طب محصلینو ته د واحد تحصیلي نصاب د روغتیا په برخه کې د ملي سمپوزم ایجاد او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږۍ له اساسي موضوعاتو څخه وبلل چې د هغه په خبره د افغانستان ا.ا د مسوولینو ځانګړې پاملرنه غواړي.

همدارنګه د ریاست الوزرا عالی مقام اداري مرستیال ‏محترم مولوي عبدالسلام حنفي د طبي شورا رئيس او ورسره مل پلاوي سره په کتو د خوښي څرګندولو ترڅنګ د روغتیا برخې څارنې، ارزونې او همدارنګه له اړوندو ادارو سره همغږۍ په هیواد کې د طبابت د ودې لپاره د یادې شورا شتون مهم وباله.

‏د ریاست الوزرا اداري مرستیال طبابت د هیواد له اساسي مسایلو څخه وباله چې په تېرو کلونو کې یې د ودې لپاره پام وړ کار نه دی شوی، خو اوس د افغانستان ا.ا پورته یادو مسایلو ته جدي پاملرنه کړې.

په پای کې محترم مولوي حنفي د طبي شورا له مسؤلینو وغوښتل چې له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ او ولس ته د معیاري خدماتو برابرولو لپاره زیاتې هڅې وکړي