د طبي اخلاقو ملي کمېټه د افغانستان طبي شورا د عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد «عثمان» په مشرۍ نن د طبي شورا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

د طبي اخلاقو ملي کمېټه د افغانستان طبي شورا د عمومي رئیس ډاکټر ګل محمد «عثمان» په مشرۍ نن د طبي شورا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

په پیل کې د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکټر گل محمد «عثمان» د کمیټې غړو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو او ننګونو په تړاو خبرې وکړې. او طبي اخلاق یي یو مهم او ساسی ارزښت وباله.

ښاغلي ډاکټر عثمان په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې بهر ته د درملنې لپاره د هېوادوالو د تګ یو اساسي لامل په روغتونونو کې له ناروغانو سره ناسم چلند دی.

ورپسې د غونډې ګډونوالو په هېواد کې د طبي اخلاقو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د طبي ډاکټرانو له لوري یي د طبي اخلاقو په رعایت کولو ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې د طبي اخلاقو ملي کمیټې د طبي اخلاقو کمیټې په دندو او د روغتونونو لپاره د طبي اخلاقو د دندو په لایحه هم بحث وکړ.