د طبي شورا سرپرست ډاکټر ګل محمد «عثمان" د عامې روغتیا وزارت له سرپرست ډاکټر قلندر «عباد» سره وکتل

په دغه کتنه کې د افغانستان طبي شورا سرپرست رئیس، ډاکټر ګل محمد «عثمان» او ورسره مل پلاوي د عامې روغتیا له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر «عباد» سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

همدارنګه په یاده لیدنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د حسنه روابطو او همغږۍ په باب هم خبرې وشوې، چې د عامې روغتیا وزیر د افغانستان طبي شورا کړنې  وستایلې، او د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ یې څرګند کړ.

د عامې روغتیا وزیر طبي شورا، د طبي لوړو زده کړو او ډاکټرانو ته د اعتبار ورکونې په برخه کې یوه مهمه اداره وبلله، چې په بریالۍ توګه د دولتي آزموینې ورکول هم  اړینه او مهمه موضوع یاده شوه.