د طبي شورا سرپرست ډاکټر ګل محمد «عثمان» او ورسره مل پلاوي د ازموینو ملي ادارې له رئیس شیخ عبدالباقي «حقاني» سره د افغانستان طبي شورا د فعالیت، دطبي شورا په ارزښت د صحي خدماتو په څرنګوالي او له طبي پوهنځیو فارغانو د دولتی ازموینې یا «Exit Exam» په اړه خپل نظریات شریک کړل.
د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني په یاده غونډه کې د طبي شورا سرپرست ډاکټر ګل محمد «عثمان» ته په افغانستان کې د طبي خدمتونو پر څرنګوالي او په دې برخه کې د اړوندو ادارو پر مسؤولیتونو معلومات ورکړل او د طبي شورا د ښه فعالیتونو په تړاو یې د ازموینو ملي ادارې د هر اړخیزه همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان طبي شورا د 1401 لمریز کال دولتي ازموینه یاExitExam»» به د روان لمریز کال د سلواغۍ میاشتی وروستۍ اونۍ کې واخیستل شي.