ډاکټر ګل محمد عثمان د افغانستان طبي شورا د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو

ډاکټر ګل محمد عثمان چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم په اساس ټاکل شوی و، د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې مشر محترم شیخ الحدیث نورالحق انور له خوا د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

د افغانستان طبي شورا د نوي سرپرست رئیس د معرفي کولو په مراسمو کې چې نن سه‌شنبۀ د ۱۴۰۱ کال د لیندی میاشتی اول نتیټه له غرمې مخکې په یاده شورا کې ترسره شوه، شیخ الحدیث نورالحق انور ډاکټر ګل محمد عثماني ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې د یادې شورا د پخواني سرپرست رئیس ډاکټر خلیل الله شفا د ښو خدمتونو یادونه وکړه.

په دې غونډه کې د افغانستان  اسلامي امارت د چارو اداری لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور د افغانستان د روغتیایي سیستم او د طبي لوړو زده کړو په معیاري کولو ټینګار وکړ.

ورپسې د افغانستان طبي شورا نوي ټاکل شوي سرپرست رئیس ډاکټر ګل محمد عثمان د افغانستان  اسلامي امارت د مسؤلینو له لوري په ده باندې د شوي باور له امله مننه وکړه.

ډاکټر عثمان د لوړو طبي زده کړو او د افغانستان روغتیایي سیستم په معیاري کولو کې د افغانستان  طبي شورا فعالیت او رول مهم وباله او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان  طبي شورا د روڼتیا لپاره به رغنده ګامونه پورته کړي.

د افغانستان  طبي شورا نوي سرپرست رئیس د طبي نوو فارغ شویو محصلینو څخه د اکزټ ازموینه اخیستل مهمه موضوع وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دې ازموینې د اخیستو لپاره به زمینه برابره کړي.

او په افغانستان کې به د طبي زده کړو او روغتیایي سیستم د معیاري کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د مراسمو په پای کې د افغانستان  اسلامي امارت چارو ادارې لوی رئیس  محترم شیخ الحدیث نورالحق انور د افغانستان  طبي شورا له نوي ټاکل شوي رئیس سره د هغه په کاري  دفتر کې وکتل.

د يادونې وړ ده، چې ډاکټر ګل محمد عثمان د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي څخه فارغ شوى او د نورو فعاليتونو تر څنګ يې له ١٥ کلونو راهيسې د افغانستان په طبي ټولنه کې کار کړى دى.