Deprecated: Function get_magic_quotes_gpc() is deprecated in /var/www/vhosts/amc.gov.af/public_html/textpattern/lib/constants.php on line 149
Afghanistan Medical Council: د افغانستان طبي‌ شورا ارزونې او پیاوړتیا لپاره دوه ورځنې ورکشاپ‌ د MSH-AFIAT په مالي او تخنیکي مرستې سره ترسره شو.

د افغانستان طبي‌ شورا ارزونې او پیاوړتیا لپاره دوه ورځنې ورکشاپ‌ د MSH-AFIAT په مالي او تخنیکي مرستې سره ترسره شو.

18 حمل 1400

د افغانستان طبي‌ شورا ارزونې او پیاوړتیا لپاره دوه ورځنې ورکشاپ‌ د  MSH-AFIAT په مالي او تخنیکي مرستې سره ترسره شو.

د افغانستان طبي شورا عمومي رئیسي رنځوروال دوکتور نسرین اوریاخېل د ورکشاپ پرانسته کې دMSH-AFIAT مشرتابه څخه مننه وکړه، چې ياد ورکشاپ یې په لاره اچولې دی.‌ دوکتور اوریاخیل د یاد ورکشاپ په ارزښت او ګټو وغږیده او ټولو کار کوونکو ته یې سپارښتنه و کړه چې ورکشاپ کې فعال ګډون وکړي ترڅو په ښه توګه د شورا د اوسنې حالت ارزونه وشي، پیاوړې او نیمګړې برخې مالومې او د پرمختیا لپاره یې کاري پلان چمتو شي. 

کرسټینا الونسو د MSH لخوا د نوموړي ورکشاپ تسهیل کوونکی وه -  د ورکشاپ په ترڅ کې اغلې الونسو په یو ویډیوي پیغام کې دا ورکشاپ ډیر مهم او د طبي شورا پرمختګ لپاره یوه بهترینه وسیله وبلله.