Deprecated: Function get_magic_quotes_gpc() is deprecated in /var/www/vhosts/amc.gov.af/public_html/textpattern/lib/constants.php on line 149
Afghanistan Medical Council: د طبی شکایاتو رسیدنی څانګه

د طبی شکایاتو رسیدنی څانګه

د افغانستان طبی شورا د یو ملی، خپلواک او مسلکی طبی اداری په توګه د ناروغانو د خوندیتوب او اغیزمنه روغتیایی مرستو په وړاندی کولو سره په هیواد کی فعالیت کوی چه په دی توګه د دی ملی اداری په چوکات کی هر اړخیزی  کاری څانګی ترتیب شوی دی. او یو د دی څانګو څخه د شکایاتو د رسیدنی او روغتیایی تخلفاتو څانګه ده چی دا څانګه پدی اصل باندی استواره ده چی د ناروغ خوندیتوب ساتنه ده او هوښیارو کارکوونکو څخه ګټه اخلی. پدی منظور د ښو هڅو او هاند په وجه مسوولانه برخورد او ښه خدمتونو په وړاندی کولو سره لاندی موخوته د رسیدو په خاطر خپل دنده تر سره کوی:

·      د مسلکی طبی شکایاتو د ترلاسه کولو، راجستر کولو، ارزونه له لاری د ناروغانو د خوندیتوب لپاره دوامدری هڅی 

·      د ناروغانو د حقوقو خوندیتوب، د طبی شکایاتو تعقیب د طب او غاښونو داکترانو په واسطه او د طبی درملنی په جریان کی د خطرونو کمولو هڅی

·      د ښکیلو خواوو د دعواوو حقوقی ساتنه او په دی موخه د بی طرفانه طبی شکایاتو ته رسیدنه 

·      د شکایاتو د سمبالولو کړنلارو په اړه د داکترانو او وګرو د پوهاوی لوړوالی

·      د طب داکترانو په وړاندی مناسب تآدیبی کرڼی اختیارول چی د طبی اصولو او قواعدو خلاف کړنی ترسره کوی

·      د اړتیاو پیژندنه، د شکایت کونکو څارنه او هغه معلومات وړاندی کول چه په هغه کی د ثبت، ارزونی د پایلو څرنګوالی اعلانیږی

·      د شکایاتو د ثبت او ارزونی په تولو مراحلو کی د شکایت کونکو لپاره د ساده، آسانه او وړیا لاسرسی لپاره د اړینو شرایطو برابرلو هڅی

·       د شکایاتو اغیزمنه اداره کول په لنده او ممکنه وخت کی

·      د منطقی او مناسب ځواب وړاندی کول او پدی طریقه د شکایاتو هر اړخیزه څیړنه او بیا ارزولو کی د پوره بی طرفی اختیارول اړین دی

·      د هر ډول تعصبی کړونو څخه د شکایت کونکو په وړاندی ځان وژغوری او د ستونځو د حل په خاطر اصلاحی خدمات وړاندی کړی

·      هڅه دی وشی چه د شکایاتو په تولو مراحلو کی د شکایت کونکی راز وساتل شی

·       

طبی شکایات څرنګه مدیریت کیږی؟

 

طبی شکایات کولی شی چی په دری کچو کی مدیریت وکړی:

1- طبی شورا د شکایت کولو لپاره صحیح او مناسب ځای دی که تاسو د طب او یا غاښونو داکترانو څخه اندیښنه لری چی د  هغه چلند تاسو ته، ناروغانو ته او یا نور خلکو ته خظرناک تمامیږی

2- روغتیایی مرکزونه باید د طبی شکایاتو مدیریتی سیستم ولری چه  خلکو ته  مناسبو خدماتو وړاندی او د هغه ځواب ورکړای شی

3-  

4- په هغه صورت کی چی شکایات د طبی شورا د واک څخه نه وی، عدلی او قضایی څانګی د شکایاتونو حل توان لری

 

 

 

 

 طبی شورا کوم ډول شکایاتو ته څیرنه او رسیدنه کولی شی؟

 

په لاندی ډول ځینی نمونی د هغه شکایاتو دی چی شورا ورته رسیدنه کولی شی:

1- هغه جدی او تکراری تیروتنه چی ناروغانو ته د پروسیجرونو، د ناروغی تشخیصول او یا د درملنی د ورکړی په موخه رامنځته شوی وی

2- د ناروغ ناسمه معاینه کول او یا د ناروغ اړتیاوی ته مناسب ځواب نه ورکول

3- هغه اندیښنی چی ناروغ ته د درملنی په موخه را منځته شوی وی

4- هغه جدی اندیښنی چه د طبیب مهارتنو، پوهی اویا مسلکی پریکړی رامنځته شوی وی

5-  د تاوتریخوالی کړنی، جنسی تیری او نوری خرابی کړنی

6- د درغلیو کړنی 

7- د ناروغ ناسمه معاینه 

8- مسلکی تیروتنی

9- هر ډول هغه کړنی او تګلاره چه مسلکی او سلوکی طبی معیارانو پر خلاف وی

10-                  هخه اندیښنی او شکایاتونه چه د طبیب روغتیا په هکله خلکو ته ستونځی رامنځته کری لکه د نشی توکو کارول او یا د شرابو څښل