Deprecated: Function get_magic_quotes_gpc() is deprecated in /var/www/vhosts/amc.gov.af/public_html/textpattern/lib/constants.php on line 149
Afghanistan Medical Council: اعتبارورکونه

اعتبارورکونه

دنړۍ بدلېدل د یوه کلي په څېر او د طبابت نړیوال کیدل د طبي کارمندانو د پرکټس د ساتنې مسئله راپورته کوي. د کیفیت د تضمین بهیر او د طبي لوړو زده کړو مؤسساتو اعتبار ورکونه په نړیواله کچه زیاته شوېده. په نړیواله کچه، هیوادونه د طبي لوړو زده کړواو همدارنګه د روغتیایي خدماتو د عرضه کولو د کیفیت لپاره د اعتبارورکولو پروسه او سټنډرډونه د قانوني او مقرراتي میکانیزم په توګه کاروي.

د طبابت د نړیوال کیدلو له امله دطبی لوړو زده کړو نړیوال معیارونه اړین دي او همداراز د ملي ستونزو او ننګونو د حل لپاره چې په روغتیایي خدماتو کې د بدلون له امله را منځته کېږي چې د اداري محافظه کارۍ څخه تر ناکافي مدیریت او رهبرۍ پورې پکې شاملېږي.  

لکه څرنګه چې طبابت په هیواد کې د ښه ژوند د پاسپورټ په توګه پیژندل کیږي او له بلې خوا، د طبي لوړو زده کړو مؤسساتو څخه د لوړو مالي ګټوترلاسه کیدل د لوړو زده کړو د نویو مؤسساتو د زیاتوالي لامل شوي دي. چې دا د طبي لوړو زده کړومؤسساتو چټکه وده د مسؤلو نهادونو په اوږو باندې د طبي لوړو زده کړو د کیفیت د ښه کولو مسؤلیت ږدي. ډیری مؤسسې واضح مأموریت، کافي سرچینې، د کلینیکي عملي زده کړو لپاره آسانتیاوې او طبي څیړنو ته لاس رسی نلري، چې د دریمې ادارې لخوا یې د کیفیت تضمین، معیاري کولو او اعتبار ورکونې اړتیا رامنځته کړې ده.

اعتبارورکونه د کیفیت د تضمین کولو یوه طریقه ده چې د معیارونو جوړولو او د دې معیارونو د ارزونې لپاره د قوي او باوري پروسو رامنځته کولو ته اړتیا لري. اعتبار ورکونه بیلابېلې ګټې لري د مثال په توګه: د نهادونو د کمیشنرانو او مدیره هیئت لپاره د کیفیت تضمین، د زده کړیالانو لپاره اعتماد او انتخاب، د طبي تحصیلاتو د کیفیت مسیر چې باید تعقیب شي او په پایله کې د ناروغ او ډاکټر مصؤنیت ترلاسه کول دي. د افغانستان طبي شورا د یوې خپلواکې ادارې په توګه د طبي شورا د قانون په اساس دنده لري چې د دولتي او خصوصي طبي لوړو زده کړو مؤسساتو اعتبار ورکونه د اطمیناني پروسو له لارې تر سره کړي.